IQNA

له حسینی اربعیّن  وروسته تر درو ورځوپورې  ایراني موکبونه د زیارتوالو خدمت کوي

10:21 - August 22, 2024
د خبر لمبر: 3489736
ایکنا -  د حسینی اربعیّن  د ولسي ګډون،دیره کیدا او دخوراک څښاک  کمیټې منشي  د لومړۍ واپسئ  له څپې سره په یووخت د حسینی  اربعیّن د زیارتوالو  اوج ته په اشارې سره  ووئيل،  دایرانیو موکبونو خدمت کول به له حسینی اربعیّن وروسته تر درو ورځو پورې دوام وکړي.

ایکنانیوز د عتبات عالیات د پراختیا او بیارغونې د کمیټې د عمومی اړیکو د برخې له قوله راپور  ررکوي، ددغې کمیتې منشي مجید نامجو  ددې خبرې په کولو سره چې  پهعراق کې  او دایران په داخل کې  کابو درې زره موکبونه په ترټولو زیات ظرفیّت سره فعالیت کوي وووئيل؛ د هرکال د دودو په اساس ، عراقي وروڼه چې د حسینی اربعیّن اصلي کوربه دي ،د صفرې د شمل  له مازدیګر وروسته خپل موکبونه غونډوي ،نو ځکه ددغې تشې د ډکولو لپاره ایراني موکبونه  به له حسینی اربعیّنه وروسته تر درو ورځوپورې  زیارتوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

نامجو دې خبرې په کولو سره چې په ایران کې څه دپاسه یوزر یوسل دیرش موکبونه  دحسینی اربعین د تلونکو اوراتلونکو زیارتوالو خدمت کوي، ووئيل؛  په مهران کې ۱۱۶موکبونه، په شلمچې کې ۱۱۷موکبونه ، په چذابې کې ۵۹، په خسوري کې ۳۰، په تمرچین کې ۱۶، او  زیارتوالو د حرکت په لاره کې ۷۷۶موکبونه او په پولو کې هم ۲۲ موکبونه فعال دي او د زیارتوالو خدمتونه کوي.

هغه ووئيل، همدااوس د ایرانیو شتمنو کسانو په همت سره په کربلا کې ۱۰۴۹موکبونه ،په نجف اشرف کې ۲۶۳موکبونه ،په کاظمین کې ۵۷موکبونه، په سامرا کې ۳۹موکبونه، دنجف کربلا په لاره کې ۳۹۸موکبونه  او د عراق په نورو ځایونو کې هم ۱۴  موکبونه د حسینیزیارتوالو  خدمت کوي.

اټکل کیږي چې سږکال به د حسینی اربعیّن د ایرانیو زیارتوالو  شمیر همکابو پنځه میلیونو زیارتوالو ته ورسیږی. نو په همدې خاطر دغې کمیټې په ورخې کې د ۲۷میلیونو زیارتوالو د دیره کولو ظرفیّت او خدمتونه  اټکل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4232923

captcha